د ایران د موټرو مارکېټ د رکود پر لور روان دی

د ایران په پلازمېنه تهران کې د موټرو د ګڼې - ګوڼې په ساعت کې پر سړکونو او لویو لارو د پېژو او رینو موټرو سیل بهېږي، خو داسې ګڼل کېږي چې له نړیوالو سره د تهران د اټمي موافقې له کمزوري کېدو سره د ایران د موټرو مارکېټ هم د رکود پر لور روان دی.

پر ایران د امریکا او یو شمېر غربي هېوادونو د بندیزونو له امله زیات د موټرو د تولید ډېر شرکتونه چې مخکې به یې پرزې ایران ته صادرولې او په ایراني کمپنیو کې به یې موټر بسته بندي کول، د خپلو فعالیتونو د محدودولو خبره کړې ده.

د موټرو د تولید یو شمېر سترۍ اروپايي کمپنۍ له هغو پروژو سره بې علاقه‎ګي څرګندوي چې تر دې مخکې يې په ایران کې د موټرو د تولید لپاره یادونه شوې وه.

د ایراني ریال بیه د ډالر په مقابل کې ورځ په ورځ کمېږي.

له کله راهیسې چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې د امریکا د وتلو اعلان کړی، د ایراني ریال نرخ د ډالر په مقابل کې دوه په درې را لوېدلی دی.

په اوسط ډول، په نړیوال مارکېټ کې یو ډالر په ۱۵۰۰۰۰ ایراني ریالو تبادله کېږي.

له دې سره د موټرو نرخ هم په ایران کې په بې ساري ډول لوړ شوی دی.

خو څومره چې نرخونه لوړېږي، هغومره زیات ایرانیان انلاین د اروپايي موټرو د سترو شرکتونو د هغو ډولونو فرمایش ورکوي چې په ایران کې بسته بندي کېږي.

په همدې حال کې د موټرو غربي کمپنۍ له ایرانه لمن را غونډوي، د غربي موټرو پرزې په ندرت پېدا کېږي او پرځای یې د چینايي موټرو کمپنۍ د بازار د اشغال هڅې کوي.

په ایران کې د موټرو د پرزو د تولیدونکو کمپنیو د اتحادیې مشر محمد رضا نجفي منش اسوشیټېډ پرېس ته په‎دې اړه ویلي:

"څرګنده ده چې امریکا عمداً هڅه کوي چې د موټرو د مارکېټ د بې ثباته کولو له لارې، د ایران پر خلکو فشار زیات کړي."

ایران د منځني ختیځ د یوه لوی هېواد په توګه تر ۸۰ میلیونه زیات نفوس لري او د موټرو تقاضا ډېره زیاته ده، د بېلګې په ډول تېرکال په ایران کې تر یو نیم میلیون زیات موټر جوړ شوي وو.

د ایران د صنعت کانونو او تجارت وزارت وویل چې تېرکال د موټرو تولید د وړم کال په پرتله ۱۴فیصده زیات شوی وو.

په ایران کې د موټرو د مارکېټ تقریباً ۹۰ فیصده برخه د موټرو د تولید د دوو ایراني شرکتونو په لاس کې ده.

د ایران خودرو شرکت د پيژو موټرو پرزې سره یوځای کوي او د دې موټرو ایرانی ډول تولیدوي.

دوهم شرکت سایپا دی چې د سیټرون او کیا موټرو پرزې سره یوځای کوي او موټر جوړوي.

دواړه شرکتونه رینو موټر هم جوړوي.

د ایران د موټرو جوړولو صنعت د امریکا د متحدو ایالاتو او د امریکا د یو شمېر غربي متحدانو اقتصادي بندیزونو سخت متأثر کړی دی.

امریکا او متحدان یې وېره لري چې ایران به له خپلې تکنالوژۍ د اټمي وسلو د جوړولو لپاره کار واخلي، خو ایران مکرراً دا ادعاوې ردوي.

د فرانسوي موټرو شرکت پېژو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې موافقه کړې وه چې په ایران کې د موټرو جوړولو فابریکه جوړه کړي.

پيژو وویل چې هر کال به دوه لکه موټر تولید کړي.

د فرانسې د رینو موټرو کمپنۍ هم ژمنه وکړه چې تهران ته نېږدې به د موټرو د تولید کارخانه جوړه کړي چې په کال کې به ۱۵۰ زره موټر تولیدوي، خو دواړه شرکتونه له خپلې خبرې شاته شوي دي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا رئيس علي شمخاني تېره اوونۍ د ایران خودرو شرکت ته ورغلی و او ویلي و:

"په اقتصادي جنګ کې دښمن زموږ د ولس د خوږولو هڅې کوي اودې ته يې اولویت ورکړی دی."

علي شمخاني

د ایران خودرو اوسايپا کمپنیو کې تر یولک زیات ایرانیان کار کوي.

د رپوټونو پر اساس اووه لکه ایرانیان د موټرو د تولید له صنعت سره په تړلو کارونو کې بوخت دي.

په‎دې هېواد کې د موټرو د سترو شرکتونو د فعالیت له بندېدو یا محدودېدو سره په ایران کې د اقتصادي وضعیت د کمزوري کېدو د اندېښنې ترڅنګ د ډېرو خلکو د بې کاره کېدو تشویش هم شته.

اقتصادي څارونکي وېره لري چې د ایران د موټرو د صنعت کمزوری کېدل به په هغه هېواد کې د بې کارۍ فیصدي په بې ساري ډول لوړه کړي.

د ایران حکومت وايي چې ۱۲ اعشاریه درې فیصده یا نېږدې درې میلیونه ایرانیان کار نه‎لري، خو څارونکي باور لري چې دا رقم ښايي په حقیقت کې ډېر لوړ دی.

ډېر ایرانیان په ناچیزه تنخواه کار کوي او مجبور دي چې د رسمي وظیفې ترڅنګ ټکسي وچلوي.

ډېر ایرانیان د موټرو د بیې له ګرانۍ شکایت کوي. د ایراني ریال د بیې ټيټېدل، ایران ته له بهرنیو هېوادونو د موټرو واردات ګران کړي دي، په ایران کې د موټرو جوړولو لپاره پرزې کمې شوي دي.

یوه ایراني انجنیر محمد رضا پلتان اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل:

"ما دوه کاله مخکې په بهر کې موټر واخېست، خو لا هم ایران ته نه‎دی را رسېدلی ځکه د ریال بیه ډېره ټيټه شوې او بندیزونو صادرات او واردت سخت کړي دي. "

په مقابل کې یې په ایران کې د چینايي موټرو بازار ګرم شوی دی.

د موټرو د یوه شوروم خاوند علي رضا اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې د چینايي موټرو نرخ کم دی او ډېر ایرانیان د دې توان لري چې له دوو تر څلورو زرو ډالر د یوه موټر په اخېستلو ولګوي.