په افغانستان کې د عاشورا لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

د افغانستان حکومت نن د عاشورا د مراسمو لپاره په ټول هېواد کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، په هغو سیمو کې مو هلې ځلې زیاتې کړې دي چې هلته امنیتي ګواښ څه زیات معلومېږي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول هېواد کې د ډاډمن امنیت لپاره د عاشورا د ورځو او غونډو لپاره په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي."

د عاشورا په ورځ د اسلام د پیغمر لمسی امام حسین وژل شوی دی.

شیعه‌ګان د دې ورځې لپاره ځانګړي مراسم لري.

په وروستیو کې په کابل کې پر شیعه‌وو بریدونه زیات شوي دي چې وروستی یو یې پر میوند پهلواني کلب ترسره شو.

په دې حمله کې لږ تر لږه ۲۶ تنه ووژل شول او تر ۹۰ زیات ټپيان شول.