برمک: رسنۍ باید د منفي خبرونو پر ځای مثبتو ته هم انعکاس ورکړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په هېواد کې د آزادو رسنیو څخه غواړي چې د تاوتریخوالي د فرهنګ د ودې پر ځای د مسایلو د حقیقت په پام کې نیولو سره، حکومتي لاسته راوړنې او په هېواد کې د ترسره کېدونکي پرمختګ موضوعاتو ته انعکاس ورکړي.

ویس احمد برمک د سې شنبې په ورځ په مزار شریف کې یوه خبري کنفرانس ته تر هغې وروسته د ازادو رسنیو له لوري د تاوتریخوالي د ودې په اړه څرګندونې وکړې چې د بلخ ولایت د خبریالانو له‌خوا د کورنیو چارو د مطبوعاتي چارو پر مسئولانو له رسنیو سره په موقع د معلوماتو د نه‌شریکولو، نیوکې وشوې.

ښاغلي برمک په یاد خبري کنفرانس کې وویل چې امنیتي بنسټونه د ملي ګټو په پام کې نیولو او یا هم د معلوماتو د محرم پاتې کېدو په دلیل د ځینو اطلاعاتو د عام کېدلو مخنیوی کوي، خو په هېواد کې یو شمېر رسنۍ په متداوم او مکرر توګه تاوتریخوالي ته وده ورکوي.

ښاغلي برمک وویل:

"کله چې یوه امنیتي حادثه په وړه سطحه یا هم لویه پيمانه رامنځته شي، ښه ده چې په یوه یا دوه خبري برنامو کې خپره شي، خو اړتیا نه‌ده چې یو خبري کلېپ ۱۰ وارې نشر شي، د دې پر ځای چې د تصویرونو په خپرولو سره د خلکو په اذهانو کې تاوتریخوالی تزریق کړو، ښه به دا وي چې د انکشافي کارونو او پراختیایي برنامو په اړه هم معلومات خپاره کړو."

د کورنیو چارو وزیر وايي، د زړه بوږنوونکو پېښو تکرار خپرول د جمعي روحیې د تضعیف سبب ګرځي او په ټولنه کې اندېښنې زیاتوي.

په همدې حال کې د نی دفتر یا د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ، د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې غیر مسئولانه بولي او وايي چې د یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي له لوري دا ډول څرګندونې د رسنیو له‌خوا د اطلاعاتو پر خپرولو هېڅ ډول منفي اغېزه نه‌کوي.

په شمال زون کې د نی دفتر مشره مبینه ساعي په دې باور ده چې ښاغلي برمک له خلکو څخه د حقایقو د پټ ساتلو په هدف دا خبرې مطرح کړې.

اغلې ساعي زیاته کړه:

"دا ډول خبرې د رسنیو له لوري د اطلاعاتو پر خپرولو هېڅ منفي اغېزه نه‌کوي، خو دا څرګندونې بیا هم د حقایقو کتمان دی، له خلکو څخه د اطلاعاتو د پټولو په معنی دي، خو خلک اوس په حقایقو پوهېږي او همدا خلک دي چې قرباني ورکوي."

هاخوا بیا په شمال زون کې یو شمېر افغان خبریالان هم د کورنیو چارو وزیر ویس برمک څرګندونو ته، ورته نظر لري.

په شمال زون کې د پژواک خبري اژانس خبریال جاوید واک وايي چې خبریالان باید ملي ګټې په خپلو راپورونو کې د حقایقو د انعکاس قرباني نه‌کړي او له مهم امنیتي اسرارو څخه د پردې په پورته کولو سره د هېواد امنیت ته ګواښ متوجې نه‌شي.

واک په دې باب وویل:

"داسې څرګندونو ته مخکې له دې چې یو چارواکی یې مطرح کړي، رسنۍ باید په خپله ورته پام وساتي، مثلاً زه د یوه خبریال په توګه د دې پلوی نه‌یم چې نور هم په هېواد کې ستونزې ډېرې شي."

دا په داسې حال کې ده چې تل افغان خبریالانو تور پورې کړی چې با صلاحیته امنیتي او حکومتي ارګانونه او کارکوونکي یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه‌عملي کوي او د مطبوعاتو د ازادۍ حق‌یې سلب کړی دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی