د فراه په بالابلوک او پشت‎رود کې پر ۳ پوستو بریدونه شوي

له فراه ولایت څخه په ورکړل شوېو راپورونو کې ویل شوي چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه په بالا بلوک او پشت‎رود ولسوالیو کې پر درې پوستو بریدونه کړي چې په‎کې لږ تر لږه ۱۵ تنه افغان سرتېري وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پشت رود په ولسوالۍ کې د وسله‎والو په لومړنۍ حمله کې د امنیتي ځواکونو ۵ سرتېري وژل شوي.

د ښاغلي مهري په وینا دوهم برید د فراه – فراه رود پر لویه لاره د پولیسو په دوو پوستو شوی چې په‎کې لس افغان سرتېري او ۵ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

له فراه څخه په یوه بل خبر کې راغلي چې د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي د دوشنبې په ورځ د اعتراض په توګه د فراه ـ فرارود ترمنځ لاره تړلې وه.

معترضان پر هغه څه چې دوی یې د فراه د ګمرک تړل کېدل بولي اعتراض لري.