کابل کې د ترکمن ښځو د لاسي صنایعو دایمي نندارتون پرانېستل کېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه په کابل کې د ترکمن ښځو د لاسي صنایعو دایمي نندارتون پرانېستل شي.

د ترکمن ښځو د ټولنې سلاکار شامردان قل مرادي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه نندارتون د کابل ښار په صدارت څلورلاري ته څېرمه جوړېږي او شاوخوا سل سوداګرې مېرمنې په کې برخه اخلي.

دی وايي، له دغه نندارتونه يې هدف د افغان په ځانګړي ډول د ترکمن ښځو سوداګرۍ ته پراختیا ورکول دي.

نوموړي دا هم وویل چې په دې نندارتون کې قالینې، غالۍ، لیمسي، ګلدوزي، لاسې صنایعې او زیورات نندارې ته کېښودل کېږي.