کابل کې د غنمو او وربشو د څېړونکو اووم ملي کنفرانس پیل شو

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د غنمو او وربشو د څېړونکو اووم ملي کنفرانس پیل شو.

په‌دغه کنفرانس کې د غنمو او وربشو لسګونه څېړونکي برخه لري چې په شپږ پوهنتونونو پورې اړه لري.

د دې وزارت مسوولین وايي چې دا کنفرانس څلور ورځې دوام کوي او د کابل، کندز، هرات، بلخ، البیروني او بغلان ولایت له پوهنتونو څخه په‌کې د کرنې پوهنځیو استادانو برخه اخېستې ده.

د زراعت وزارت د معلوماتو پر اساس چې دغه کنفرانس په هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او د حاصلاتو د ښه والي په هدف جوړ شوی دی.

افغانستان چې زراعتي هېواد بلل کېږي غنم يې مهم حاصلات دي چې سلګونه زره کسان له همدې کښت له لارې خپلو کورنیو ته نفقه پیدا کوي.