پاکستان په کراچۍ کې افغان او بنګالي کډوالو ته پيژندپاڼې ورکوي

عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان اعلان وکړ چې په کراچۍ کې به مېشتو افغان او بنګالي کډوالو ته د پاکستان پاسپورټ او پيژندپاڼې ورکړي.

هغه وویل چې دا خلک له کلونو راهیسې دلته اوسي، خو له هر څه محرومه پاتې شوي.

نومړی وايي:

"هغه افغانان چې بچیان‎یې دلته را لوی شوي. په پاکستان کې زیږیدلي هغوی ته به هم «پاسپورټ او پيژندپاڼې» ورکړو. ځکه امریکا یې ورکوي د نړۍ په هر ځای کې چې اوسي پاسپورټ ورکوي، نو دلته ولې موږ په‎دې خلکو دومره ظلم کوو اخر دوی هم انسانان دي. له ۳۰ -۴۰ کلونو اوسي خو نه مو پاسپورټونه ورکړي او نه هم پيژندپاڼې."

عمران خان دا خبره ځکه وکړه چې د ده په خبره دغه کډوال د بې‎وزلۍ په خاطر جنايي جرمونه ترسره کوي او که‎یې ژوند سم شي تر ډېره به د دې کار مخه ونیول شي.

عمران خان داسې وخت دا اعلان وکړ چې حکومت یې په تېرو څو کلونو کې لکونه افغان کډوال یا په زور یا په خوښه بېرته افغانستان ته لېږلي دي.

په پاکستان کې یو نیم میلیون افغان کډوال په قانوني توګه ژوند کوي، خو د هغو شمېر چې په ناقانونه په توګه اوسي تر درېیو میلیونو هم اوړي.