د افغانستان په اړه د پاکستان نوېو ژمنو ته محتاطانه خوشبیني!

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي د افغانستان په اړه د پاکستان نوېو ژمنو ته په احتیاط سره خوشبیني ښيې.

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره محتاطانه خوشبینۍ رامنځته شوي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړي ارین یون وايي، د پاکستاني او افغان علماوو غونډه او د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخېزو غونډو بیا پیل ښه ګام دی، خو په خبره‎یې افغانان دا ځل عملي نتیجو ته په تمه دي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون غړې ارین یون

نوموړې وايي:

"موږ هر ډول کنفرانس مثبت ارزیابي کوو او غواړو چې نتیجې یې هم مثبتې وي اوس که د دوی علماء په افغانستان کې د جګړې د ناروا ګڼلو اعلان کوي، نو موږ به هم د دوی تر څنګ ودرېږو په همدې ډول که د درې اړخېزو غونډې نتیجې هم مثبتې وي، موږ او زموږ ولسونه ترې هرکلی کوو."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د شنبې په ورځ کابل ته راغلی و له افغان چارواکو سره يې د دوه اړخېزه اړیکو د څرنګه ښه کېدو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستاني رسنیو په حواله، دواړه لوري په پاکستان کې د افغان او پاکستاني علماوو په غونډې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د محرم له لسمې نېټې وروسته به‎يې ځای او نېټه کره شي هم موافقې ته رسېدلي دي.

په دې اړه نور: ملي ارمان: پاکستان بیا هم د افغانستان د دوکه کولو په هڅه کې دی

له دې سره د افغانستان، چین او پاکستان د درې اړخېزو غونډو د بیا پیل ژمنه وشوه چې له اوږدې مودې راهیسې ځنډیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې پاکستاني علماوو د افغانستان په اړه په ډېرو غونډو کې د پام وړ ګډون نه‌دی کړی او د سیمې د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د درې اړخېزو غونډو لړۍ هم هغه وخت بې نتیجې پای ته ورسېده چې پاکستان د افغان حکومت له‎خوا د ژمنو پر نه عملي کولو تورن شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغان چارواکو سره له لیدو کاتو وروسته له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا په رامنځته کېدو ټينګار وکړ او ويې ویل چې د عمران خان په مشرۍ نوی حکومت له افغانستان سره د اړیکو پر اهمیت ښه پوهېږي.

له دې سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وايي چې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو هیلې زیاتې شوي دي.

د یاو وزارت ویاند صبغت احمد د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"هغه ژمنې چې پاکستاني پلاوي وکړې، موږ هیله‌مند یو چې له دې وروسته يې عملي کړي او د اړیکو د ښو کېدو تمې هم زیاتې شوي دي."

د افغان حکومت اجرائیه ریاست هم ویلي چې د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره اړیکو ښه کېدو ته چمتووالی ښودلی دی.

خو له دې ټولو سره د ولسي جرګې غړي او عام افغانان وايي، دوی به هغه مهال دې خبرو ته هیله‎مند شي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او پاکستان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

راپور: یوسف خان ګهیځ