اروپايي اتحادیه کې د بریتانیا د غړیتوب په اړه د بلې ټولپوښتنې غوښتنه!

د لندن ښاروال صادق خان او د بریتانیا پخواني صدراعظم ټوني بلیر په اروپايي اتحادیې کې د بریتانیا د غړیتوب په اړه د یوې بلې ټولپوښتنې غوښتنه وکړه.

دوی دا غوښتنه په‌داسې وخت کې وکړه چې له دې اتحادیې د بریتانیا وتلو یا بریګزیټ ته ټاکل شوې موده په رانېژدې کېدو ده.

د لندن ښاروال په یوه لیکنه کې چې نن یکشنبه په ابزرور ورځپاڼه کې خپره شوې، لیکلي چې له اروپايي اتحادیې څخه تر بشپړ وتلو مخکې باید د خلکو نظرونه وپوښتل شي.

پخواني صدراعظم بلیر هم چې په اروپايي اتحادیې کې د بریتانیا د پاتې کېدو پلوی دی، د دوهم ځلي ټول‌پوښتنې غوښتنه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې بریتانیا د راتلونکي میلادي کال د مارچ په ۲۹ مه نېټه له اروپايي اتحادیې ووځي، خو صدراعظمه ټرزا مې نه‌ده توانېدلې چې د اروپايي اتحادیې له مرکچیانو سره د وتلو موافقه نهايي کړي او دې مسئلې دا وېره پیدا کړې چې بریګزیټ به نیمګړی شي او له کبله به یې اقتصاد له بحران سره مخامخ شي.