لوړ ولور او ناوړه دودنو ګڼې کندزۍ پېغلې د پلورنو پر کورونو زړې کړې

د کندز یوشمېر مدني فعالان وايي، په دغه ولایت کې زیات شمېر ځوانان او ځوانې نجونې د ناوړو دودونو، زیات ولور او بېځایه سیالیو له کبله له کلونو کلونو راهیسې کوژدن پاتې کېږي او خپل ودونه نشي کولای.

د کندز یو تن مدني فعال عبدالشکور دوست په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په کورنیو کې باید دغه فرهنګ پیدا شي، ترڅو له درنو مصرفونو او رواجونو څخه لاس واخلي او دواړه جانبه که لور ده او که زوی دا خپل اولاد وګڼې مشترک او په یو ساده او اسانه طریقې سره واده وکړي، که دغه زاړه او ناوړه رواجونه او درانه لګښتونه له منځه ولاړ نشي، نو ځوانان به له دې ستونزې سره مخ وي."

له دې سره سم د نوموړي ولایت یوتن بل مدني فعال رفیع الله هدایت وايي چې واده کول د هر انسان مدني او قانوني حق دی او د انسانانو لپاره یو نېک تړون بلل کېږي او په واده کولو سره د انسانانو ژوند تکمیل کېږي او باید په دې برخه کې د شته ستونزو او ننګونو لمن راټوله شي:

"په افغاني ټولنه کې دا رواج دي چې د لور ولور زیات اخلي او په دې فکر کې نه دي چې په راتلونکي کې څه ډول پایلې لري او کورنۍ باید دغه پایلې او ستونزې په نظر کې ونیسې او باید کم ولور واخلي او زوم هم خپل اولاد وګڼي ترڅو په راتلونکي کې لور او زوم یې خوشحاله ژوند ولري."

د مدني فعالانو او د یو شمېر کوژدن ځوانانو په وینا چې په کندز کې د ودونو لګښتونه له ۵ لکه افغانیو تر ۱۲لکه افغانیو پورې رسېږي چې له کبله یې زیات شمېر ځوانان د کار د نشتوالي له کبله د ولور پیسې نشي پوره کولای او په کلونو کلونو کوژدن پاتي کېږي.

د کندز ښار یوتن اوسېدونکی عبدالعزیز صمیمي چې له څلور کلونو راهیسې کوژدن پاتې دی هغه په دې اړه وايي:

"څلور لکه افغانۍ پرما ولور ایښی دی چې د دې روپیو پوره کول زما لپاره ډېره ستونزمنه خبره ده او د هېواد زیات شمېر ځوانان له دې ستونزې سره مخ دي چې له کبله یې زیات شمېر ځوانان د ولور پوره کولو په خاطر ایران او نورو هېوادونو ته ځي او په لاره کې له ډېرو ستونزو او د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي."

دغه ځوان وايي چې ناسم او غیر اسلامي دودونه او د واده لوړ لګښتونه په ټولنې او په کورنیو کې د بېلابېلو ستونزو او بدبختیو زېږنده ګرځي.

په ورته وخت کې د کندز د خان اباد ولسوالۍ یوتن اوسېدونکی امیرخان منګل چې پنځه کاله مخ کې یې کوژده کړي خو تراوسه یې د واده لګښت نه دی پوره کړی هغه په دې اړه وايي:

د کار په لټه وزګار افغان ځوانان

"زه پنځ کاله کېږي چې کوژدن یم او درې ځلې مې هڅه وکړه چې ایران ته ولاړ شم، خو د ایراني پولیسو له خوا ونیول شوم او بېرته یې راوشړلم او اوس زه په دو سوه افغانۍ د ورځې کار کوم او ایله زما د کور مصرف پوره کوي، نو زه به ولور څنګه پوره کړم، ښايي لس کاله نور هم کوژدن پاتې شم."

بل خوا په کندز کې د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر بیا وايي چې زیات ولور اخېستل په اسلام کې جواز نه لري، ځکه شریعت ورته ځانګړې اندازه ټاکلې ده او برسېره پردې بېځایه دودونه او رواجونه په اسلام کې ناوړه عمل بلل کېږي:

"د زیات شمېر کورنیو ترمنځ تاوتریخوالی د ولور د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي، ځکه چې هلکان د ولور د پوره کولو لپاره سختو کارونو ته اړویستل کېږي او ځینې کورنۍ خپله لور په خپله خوښه یو هلک ته نه ورکوي بلکې د پيسو لپاره یې د خوښې خلاف بل چاته ورکوي چې له امله په کورنیو کې د تاوتریخوالي زېږنده ګرځي او باید دغو ناوړو رواجونو ته د پای ټکی کېښودل شي."

د دغه ولایت مدني فعالان وايي چې باید دیني عالمان، قومي مشران او ترڅنګ یې اړوند دولتي ادارې د دغو ناوړو دودونو او رواجونو د اصلاح له لپاره په جدیت او قاطعیت سره لاس په کار شي او خپلې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په هېواد کې د ناوړو دودونو او د زیات ولور اخیستلو مخنیوي وشي.

راپور: اجمل ارین