مسؤلین: د ارزګان سیمه ییزې راډيوګانې له اقتصادي بحران سره مخ دي

په ارزګان کې د سیمه ییزو راډيوګانو مسؤلین وايي، که دولت ورته پاملرنه زیاته نه کړي، نو راډيوګانې به یې د اقتصادي ستونزو له کبله وتړل شي.

دوی غوښتنه کوي چې خیریه بنسټونه او دولت دې هغه پیسې دوی ته ورکړي، کومې چې دوی د خلکو د عامه پوهاوي لپاره پر غونډو لګوي.

په ورته وخت کې د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ د ځايي ادارې مسؤلین هم مني، خو ژمنه کوي چې د دغې ستونزي د حل لپاره به کوټلي ګامونه واخلي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور