په فراه کې د هليکوپتر د سوځېدو په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

Afghanistan -- West Afghanistan province Farah full map نقشه فراه graphic, 26 October 2016

په فراه کې د افغان ځواکونو د هليکوپتر د سوځېدو په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا هليکوپټر له شینډنډ څخه فراه ته روانه وه چې د خاک سفید په رنج سیمه کې یې بېړنۍ ناسته وکړه.

د دفاع وزارت یوه خپرپاڼه وايي، په پېښه کې د الوتکې د پیلوټانو په شمول پنځه تنه عمله وژل شوي دي.

طالبانو ادعا کړې چې دوی دا هليکوپتر ویشتلې ده، خو دفاع وزارت وايي، سیمې ته یې تخنیکي هیئت استولی، څو د هليکوپټرې د بېړنۍ ناستې او اور اخیستو علت څرګند شي.