وال سټريټ ژورنال:امريکا غواړي په افغانستان کې د داعش ډله له منځه يوسي

  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې لیکلي چې پر درو ښوونځیو او د خلکو پر لاریون حملې ښکاروي چې داعش ډله په علني توګه غواړي چې روزنيزې ادارې او ملکيان هدف وګرځوي.

د ننګرهار په مهمند دره ولسوالي کې په ځانمرګي بريد کې ۶۸ کسان ووژل شول او ۱۶۵ کسان ټپیان شول.

د نيويارک ټایمز ورځپاڼې په وينا، د دې ولسوالي اوسېدونکو له پاکستان سره پولې ته نيږدې د ځايي پولیسو د يوه مشر چې نوم یې بلال پادشاه وو، پر وړاندي په اعتراضونو د مهمند درې سرکونو ته راووتل او په همدې حال کې ورباندي حمله وشوه.

د ننګرهار په مهمند دره ولسوالي کې په ځانمرګي بريد کې ۶۸ کسان ووژل شول او ۱۶۵ کسان ټپیان شول.

ورځپاڼې ليکلي، خلکو پر دغه قومندان تور پوري کړی چې پر خپل سر وژنې کوي. د مهمند درې ولسوالي خلکو د دغه کس د ګوښه کېدو او مجازات غوښتنه کوله.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي: پر دې سربېره چې د ننګرهار ولايت په مهمند دره ولسوالي کې پر لاريون په حمله کې لسګونو کسان ووژل شول، یو شمېر قهرجنو لاریون کوونکو خپل اعتراض ته دوام ورکړی دی.

د ورځپاڼې په وينا، نه داعش او نه هم طالبانو د دې حملې مسئوليت منلی دی.

نه داعش او نه هم طالبانو د دې حملې مسئوليت منلی دی

وال سټريټ ژورنال ليکلی: اعتراض کوونکو تر حمله وروسته د اچين ولسوالۍ د پوليسو قومندان بلال پادشاه په وژنو، رشوت اخيستلو او چور تورن کړ.

د ورځپاڼې په وینا، د سې شنبې ورځې حمله په داسي حال کې شوې چې په افغانستان کې د تروريزم پر ضد د جګړې اوولس کلونه پوره کېدونکي دي او امريکا غواړي په نظامي حضور او هوايي حملو سره له يوې خوا طالبان تر فشار لاندي راولي چې هغوی د سولې مذاکراتو ته چمتو شي او له بلې خوا غواړي په افغانستان کې د داعش ډلې څانګه له منځه يوسي.

د سې شنبې ورځې حمله په داسي حال کې شوې چې په افغانستان کې د تروريزم پر ضد د جګړې اوولس کلونه پوره کېدونکي دي

د اکتوبر مياشتې په اوومه نېټه ياني پنځه ويشت ورځې وروسته، په افغانستان کې د طالبانو د رژيم پر وړاندي د امریکا د لومړۍ حملې اوولس کاله پوره کيږي.

د وال سټريټ ژورنال د افغان او امريکايي چارواکو د ژمنو يادونه کړې چې وايي داعش ډله به له منځه يوسي. مقاله ليکي چې داعش ډلې په کابل او ننګرهار ولايت کې په تېرو اوونيو کې یو شمېر خونړۍ حملې کړي دي.

افغان چارواکي: په مهمند دره ولسوالۍ کې حمله له مخکې هماهنګه شوې وه

مقاله د يوه افغان چارواکي له قوله ليکي چې وايي باور لري چې په مهمند دره ولسوالۍ کې د سې شنبې د ورځې حمله له مخکې هماهنګه شوې وه.

وال سټريټ ژورنال ليکلي چې طالبانو او داعش د تيرو دوو اوونيو پر مهال د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې تر سلو زیات کسان وژلي چې ډېری يې ملکيان وو.