له ناامنۍ سره په خوا کې وچکالي د افغانستان په یوې بلې لوې ستونزې بدله شوې ده.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې سږ کال د تېر کال په پرتله په افغانستان کې ۶۱ سلنه ورښتونه کم شوي، په همدې خاطر له مرسته کوونکو هېوادونو غواړي چې د افغانستان له وچکالۍ ځپلو سره مرسته وکړي.
دا وزارت زیاتوي، که څه هم له کورنیو امکاناتو له وچکالۍ ځپلو سره مرسته شوې ده، خو بسنه نهکوي.
د دغه وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې پهدې برخه کې له مرسته کوونکو سازمانونو وغوښتل چې له وچکالۍ ځپلو سره مرستې زیاتې کړي.

محمد اسلم سیاس
نوموړی وايي:
"له دې سره پهخوا کې چې موږ هڅه کړې د دولت د بودجې له کورنیو امکاناتو استفاده وکړو، له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې پهدې برخه کې مرستې زیاتې کړي، څو وچکالي او نورو اړخونو ته یې رسیدنه وشي."
د دغه وزارت چارواکي وايي چې په درې کټهګوریو کې له وچکالۍ ځپلو سره مرستې شوې دي:
- په هغه ولایتونو چې ډېر وچکالۍ ځپلي وو، د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې بېړنی پلان ورکې پلی شوی.
- ۲۰ زیانمنو ولایتونو ته د خوراکي توکو او حيواني وښو د وړلو پلان.
- درېیم پاتې پلان به په نېږدې راتلونکې کې عملي شي.
دا پهداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» په یوه تازه راپور کې ویلي چې د جګړې په پرتله وچکالۍ ډېر افغانان کورنیو پرېښودو ته اړ کړي.
په دې اړه نور: اوچا: روان کال افغانستان کې تر ۱۳۲ زرو زیات کسان بېځایه شويد دغه دفتر د شمېرو له مخې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه ۲۷۵ زره افغانان د افغانستان له اکثره ولایتونو د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي، پهداسې حال کې چې په همدې موده کې د ناامنیو له امله د بې ځایه شوېو شمېر ۲۲۳ زره تنه دی.

په تازه راپور کې راغلي چې د وچکالي له امله یوازې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې ۱۲۰ زره تنه د بادغیس او کندهار له ولایتونو بې ځایه شوي دي.
د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس ۲۰ ولایتونه له هغې ډلې غور، بادغیس، فاریاب، سمنګان، جوزجان، هلمند، کندهار، ارزګان او زابل د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
په دې اړه نور: ملګري ملتونه: د افغانستان په لوېدیځ کې وچکالۍ ۲۷۵ زره کسان بېځایه کړيدغه وزارت وايي چې د تېر کال په پرتله روان کال ۶۱ په سلو کې ورښتونه کم شوي دي.
په ورته وخت کې د چاپیریال ساتنې د چارو یو شمېر کارپوهان وايي، افغان حکومت باید اقلیمي بدلون ته په خپلو مړیتوبنو کې ځای ورکړي.
ولي مدقق
د دغو کارپوهانو له ډلې ولي مدقق ازادي راډیو ته وویل:
"دولتي ارګانونه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي چې د اوبو له زیات لګښت نه ډډه وکړي، اوبه ټولو ته ورسوي، په ټوله کې د وچکالۍ د ستونزې اساسي حللاره د اوبو مدیریت دی."
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان راپور ورکړی وو چې ۴،۲ میلیونه افغانان د ناامنیو، طبعي افاتو او د دوامدارې وچکالۍ له امله بېځایه شوي چې بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي مدقق خبرداری ورکوي چې وچکالۍ د ډېری افغانانو ژوند ګواښي او که بېړنۍ مرسته ورته ونه رسېږي، بشري ناورین به رامنځته شي.
راپور: رحمتالله افغان