مټېس مقدونیا ته ځي څو له پلان شوې ټول‌پوښتنې د واشنګټن ملاتړ څرګند کړي

د امریکا د دفاع وزیر وايي، د روانې اوونۍ په وروستیو کې به مقدونیا ته لاړ شي او د دغه هېواد د نوم د بدلولو په اړه له پلان شوې ټول‎پوښتنې به د واشنګټن ملاتړ څرګند کړي.

ټاکل شوې ده چې په مقدونیا کې د روانې سېپټمبر میاشت په دېرشمه نېټه ټول‎پوښتنه وشي.

که چېرته دا ټول‎پوښتنه کامیابېږي، نو دې هېواد ته به په ناټو تړون او اروپايي ټولنه کې د غړیتوب زمینه برابره شي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس

د امریکا دفاع وزیر پرون وویل، دی اندیښنه لري چې روسیه به هغه ډول چې د استونیا او اوکراین په مسئلو کې يې منفې لاس‎وهنه وکړه، د مقدونیا په ټول‎پوښتنه کې ورته رول ولوبوي.

جېمز مټېس وویل، دا زموږ د مقدونیايي دوستانو حق دی چې د خپل هېواد راتلونکی وټاکي او د خپلې ځمکنۍ بشبړتیا پریکړه وکړي.

د مقدونیا په پلان شوې ټول‎پوښتنه کې هڅه کېږي چې رأی ورکوونکي د هغې معاملې ملاتړ وکړي چې دې هېواد په تېر جون میاشت کې له یونان سره لاسلیک کړې ده.

د دې موافقې له مخې د مقدونیا نوم به د شمالي مقدونیا په جمهوریت بدل شي.

د مقدونیا د نوم په بدلېدو سره به د دې هېواد اساسي قانون بدل او په اروپايي ټولنه او ناټو کې د دې هېواد غړیتوب ته زمینه برابره شي او دا هغه څه دي چې روسيې ورسره په ښکاره خپل مخالفت اعلان کړی دی.

دغه راز د مقدونیا او یونان ملتپالو ګوندونو هم له پلان شوې ټول‎پوښتنې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د امریکا او اروپايی هېوادونو چارواکو په دوامداره توګه مقدونیا ته سفرونه کړي او د دې هېواد خلک يې هڅولي دي چې په را روانه ټول‎پوښتنه کې د خپل هېواد نوم بدلېدو او په ناټو او اروپايی ټولنه کې غړیتوب ته رأی ورکړي.

د ناټو سرمنشي، مخکښو امریکايي سناتورانو، د جرمني صدراعظمې او د اتریش صدراعظم هم مقدونیا ته په خپلو سفرونو کې د دې هېواد له خلکو او مشرانو غوښتي دي چې د خپل هېواد د نوم بدلېدو په اړه ترسره کیدونکې ټول‎پوښتنه کې مثبته رأی ورکړي.