که د اوبو جریان داسې دوام وکړي د کجکي برښنا بندېږي

په هلمند ولایت کې د کجکي په بند کې چې د اوبو اصلي ارتفاع‌یې ۷۰ متره وي اوس‌مهال ۴۶ متره ته راښکته شوې ده.

د برښنا د فابریکې مسؤلین وايي، که اوبه ۴۰ متره ته راښکته شي برښنا بندېږي او د لګولو له‎پاره هم اوبه نه‌پاتې کېږي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي وايي، که وچکالي دغه ډول دوام وکړي د کجکي د اوبو له ادرسه به د هلمند کرنه او برښنا دواړه په ټپه ودرېږي.

الیاس داعي چې په کجکي کې دی وایي، که برښنا شرکت او د اوبو لګولو مسؤلین په همغږۍ یوه توربین ته اوبه ورکړي، هم به نوبتي برښنا وي او هم تر یوه بریده زراعت.

دا چې نورې څه خبرې دي په‎دې اړه تفصیل په‎دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور