د افغانستان او هند ترمنځ د تجارت او پانګونې دوهم نندارتون پیل شو

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د تجارت او پانګونې دوهم نندارتون نن د امریکايي استازو په ګډون د هندوستان په ممبی ښار کې پیل شو.

دا نندارتون د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له‌خوا جوړ شوی.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس پر خپله فېس‌بوک پاڼه پیغام خپور کړی او ویلي یې دي، غواړي افغانستان ته نور پانګونه راجلب کړي، څو د دې هېواد وګړي اقتصادي هوساینې ته ورسېږي.

بس زیاتوي:

"زه به په دې نندارتون کې د مخکښو افغان سوداګرو او د افغانستان او هند له استازو سره ګډون وکړم، څو د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو د ټینګښت لارې چارې ولټوو او افغانانو سره مرسته وکړو چې هوساینې ته ورسېږي."

ټاکل شوې ده چې د "بریالیتوب د لارې" په نوم دا اقتصادي نندارتون د ممبی په ښار کې د سپټمبر تر ۱۵مې نېټې دوام وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر وايي، تېر کال په ورته یو نندارتون کې تر زرو زیاتو سوداګرو او پانګه‌والو ګډون کړی وو چې په نتیجه کې یې د ۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شول.