د جرمونو پر ضد نړیواله محکمه: خپل کار ته دوام ورکوو

د جرمونو نړیواله محکمه وايي، په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه خپل کار ته دوام ورکوي.

په هاګ کې د دې محکمې ویاند فدي العبدالهي د سې شنبې په ورځ د ازادۍ راډیو خبري څانګې ته وویل، د جرمونو نړیواله محکمه یو خپلواک نړیوال قضايي بنسټ دی او د نړۍ ۱۲۳ هېوادونه‌یې ملاتړ کوي.

عبدالهي زیاته کړه، د قانون د یوې محکمې په توګه به دا بنسټ خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسې د جرمونو پر ضد د نړیوالې محکمې په ملاتړ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي:

"دا محکمه د هغو امتیازونو پر بنسټ چې لري یې، پرته له خنډه باید وکولای شي چې خپلو کارونو ته دوام ورکړي."

تر دې یوه ورځ مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان بولټون خبرداری ورکړی و که چېرې د جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان پر امریکايي ځواکونو د جنګي جرمونو د لګېدلو تورونو په اړه څېړنو ته دوام ورکړي، امریکا به پر دې محکمې بندیزونه ولګوي.