د جمعه بازار په نوم مېرمنو ته دوه دایمي بازارونه جوړ شول

ارشیف

د جمعه بازار په نوم د افغان سوداګرو او متشبثو مېرمنو لپاره په کابل کې دوه دایمي بازارونه جوړ شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د محصولاتو د خرڅلاو دا ځایونه د مکروریانو په ښځینه پارک او فردوسي پارک کې جوړ شوي دي.

ویل کېږي چې په دې سره به د مرکز او ولایتونو سوداګرې ښځې وکولای شي چې په منظمه توګه د خپلو محصولاتو د خرڅولو لپاره په دغو بازارونو کې ګډون وکړي.

دغه جمعه بازار د سهار له اتو د ماښام تر شپږو بجو د لیدونکو او پېرېدونکو پر مخ پرانیستی وي.

د ښځو د سوداګرۍ خونه له افغان سوداګرو او متشبثو مېرمنو غواړي چې له دې فرصته خپلو لاسي صنایعو او تولیداتو ته د بازار موندنې په هدف ګټه پورته کړي.