عبدالله عبدالله په کابل کې د سنبلې په ۱۸مه هوايي ډزې او خپل‌سرې کړنې وغندلې

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کابل کې د سنبلې په ۱۸مه په ښار کې هوايي ډزې او خپل‌سرې کړنې وغندلې.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، هر ډول احساسات او کړنې چې د احمد شاه مسعود د قدردانۍ په ورځ عام ولس او خلک نارامه کوي، د خواشینۍ وړ دي.

عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۸» د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د ۱۷م تلین په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا کوله، وویل چې دا ډول حرکات د احمد شاه مسعود د ترور په معنی دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"نن ورځ خواشینی یم، له بده مرغه هر ډول احساسات په هر دلیل چې وي، د امر صاحب په نامه، موږ د هغه شخصيت ترور کوو، د امر صاحب دوهم ترور دی، په دې نامه چې موږ د امر صاحب قدرداني کوو او خلک نا ارامه شول، د هغه ترور دی."

د احمد شاه مسعود د تلین د لمانځلو په مناسبت نن په کابل ښار کې چې امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو، یو شمېر خپل‌سرو وسله‌وال په ښار کې وګرځېدل.

دغه کسانه چې په رنګ کړو موټرو کې سپاره وو او د مجاهدینو د حکومت بیرغونه‌یې هم له ځانه سره لېږدول، هوايي ډزې کولې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ویاند په خبره، په دغو هوايي ډزو کې ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

احمد شاه مسعود له نن نه شااوخوا ۱۷ کاله مخکې د تخار په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې د دوو عربانو له لوري چې ظاهراً یې ځانونه خبریالان معرفي کړي وو، په یوه انتحاري حمله کې ووژل شول.

هڅه مو وکړه چې په دغه ورځ په ښار کې د دا شان حرکتونو او هوايي ډزو په اړه د کورنیو چارو وزارت، د کابل امنیه قومندانۍ او کابل ګارنېزیون نظرونه هم راواخلو، خو هېڅ‌چا هم زموږ اړیکه ځواب نه‌کړه.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په ښار کې دا شان حرکتونه او خپل‌سرۍ د اندېښنې وړ بولي.

باري عارض

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل:

"لکه څنګه چې لازمه ده، امنیتي ځواکونو خپل مسؤلیت نه‌دی پر ځای کړی، دوی کولای شول چې په ډېره ساده‌ګۍ د دې ډول کړنو مخه ونیسي، د دې ډول خپل‌سریو مخه نه‌نیول، د خلکو په ذهنونو کې د حکومت کمزورتیا په ډاګه کوي."

د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل امنیه قومندانۍ ازادي راډيو ته ویلي وو چې له هر هغه چا سره به قانوني چلند وشي چې په دغه ورځ د ښار د امنیت ګډوډولو هڅه کوي.

ښاغلی عارض ټینګار کوي چې حکومت باید له هر ډول قانوني لارو او صلاحیتونو په استفادې سره چاته اجازه ورنه‌کړي چې په ښار کې غیر قانوني کړنې ترسره او عامه نظم ګډوډ کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان