امريکا او پاکستان د اړيکو پراخولو ته خوشبیني څرګنده کړې

امريکايي او پاکستاني چارواکو د اړيکو پراخولو په برخه کې خوشبیني څرګنده کړې ده.

دا وروسته له هغه چې لوړپوړو امريکايي چارواکو پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد له نوي صدراعظم سره‌يې وکتل.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پامپيو د پنجشنبې په ماښام د سپټمبر په پنځمه نېټه وويل چې دی د پاکستان او امريکا د کړکېچنو اړيکو د بيا رغېدو په برخه کې هيله من دی.

پامپیو دا خبره وروسته له هغه کړې چې په اسلام اباد کې يې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره وکتل.

ده له پاکستانه د تلو پر مهال وويل:

"زه هيله من یم، نن چې کوم اساس موږ کېښود، د دوامداره بريا لپاره به شرايط اماده کړي."

که څه هم پامپيو زیاته کړه چې تر هغه مهاله چې واشنګټن پاکستان ته نظامي مرستې بېرته پيل کړي، ډېر څه ته اړتیا ده.

مایک پامپیو

هغه وویل:

"موږ دوی ته روښانه کړې او دوی موافق دي چې اوس بايد ګډه ژمنتيا عملي کړو، موږ ډېر وخت درلود چې خبرې وکړو او موافقې وکړو خو په عملي کولو کې يې پاته راغلي یو، زه د پاکستان د بهرنیو چارو وزير او صدراعظم يې توافق ته ورسېدو چې بايد عملي اقدامات وکړو او هغه نتايج تر لاسه کړو چې له مخې يې باور او اعتماد رامنځته شي."

پنټاګون يوه اوونۍ مخکې تر دې له پاکستان سره د درو سوو میليونو ډالرو د نظامي مرستو د لغوه کولو اعلان وکړ چې پامپيو دغه هېواد ته سفر وکړ.

دا د امريکا يوه هڅه بلل کېږي چې غواړي پر پاکستان فشار راوړي چې طالبانو ته د ماتې ورکولو په خاطر د امریکا او افغانانو د هڅو ملاتړ وکړي يا له دغې سخت دريځې ډلې سره د سولې په خبرو کې له افغانستان او امریکا سره مرسته وکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان وروسته له هغه چې له پامپيو سره یې وکتل، له امریکا سره د خپل هېواد د نويو اړیکو جوړولو لپاره هيله څرګنده کړه.

ده وویل چې له امریکا سره نوې اړیکې جوړول غواړي خو وې ويل چې پاکستان به د ترورېزم پر وړاندې د امریکا په جګړه کې برخه نه اخلي او په افغانستان کې به جګړې ته په سوليز ډول د پای ټکي ايښودلو هڅې کوي.

پامپيو وويل چې ده او عمران خان په افغانستان کې د سوله یيز حل په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

امريکایي چارواکي پر پاکستان تور پوري کوي چې د حقاني شبکې او افغان طالبانو د ماتولو په برخه کې يې کافي هڅې نه دي کړي چې د دوی په وينا په پاکستان کې خوندي ځايونه لري.

د امريکا استخباراتي چارواکي وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې يا «ای ایس ای» او د دغه هېواد نورو نظامي ادارو له طالبانو سره په مالي او تجهیزاتي برخه کې مرستې کړي چې هم ايډيالوژيکي او هم په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ د مخنیوي انګېزه لري.

اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني سیال شاه محمود قريشي رسنيو ته وويل چې دا غونډه مثبته وه او دا ځکه چې امریکا او پاکستان موافق دي چې په افغانستان کې هيڅ نظامي حل لاره نشته او موږ به د یوه سیاسي حل پر لور ځو.

ده وویل چې پامپيو همداراز اشاره وکړه چې امریکا ښايي له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته چمتو شي.

پامپيو په اسلام اباد کې همداراز د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره هم وکتل او په دغو خبرو کې د امریکا لوی درستيز جنرال جو ډنفورډ هم ګډون درلود.

پامپيو ويلي چې له پاکستان سره د امريکا نظامي مرستې په مناسبو حالاتو کې بېرته فعالېدای شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ملالۍ بشیر راپور