د کابل په لویدیځ کې د پرونیو چاودنو د قربانیانو شمیر شلو ته ورسید

د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د میوند په نوم د پهلواني کلب دننه او مخې ته د پرونیو چاودنو د قربانیانو شمیر شلو ته ورسید.

په وژل شویو کې د طلوع نیوز دوه خبریالان هم شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته تیره شپه ناوخته وویل:

« په مجموع کې چې تر اوسه کومې شمیرې له بیلابیلو مراجعو څخه موږ ته رارسیدلي دي شل تنه شهیدان شوي او نژدې اویا تنه ټپیان شوې دي»

لومړۍ چاودنه هغه وخت وشوه چې یو ځان وژونکی پرون ماښام شپږ بجې میوند کلب ته ننوت، څلویښت دقیقې وروسته چې خلک او امبولانسونه د ټپیانو د ژغورنې لپاره راغونډ شول د همدې کلب مخې ته د موټربم چاودنه وشوه.

داعش ډلې د دې چاودنو مسوولیت ومانه.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه بیان کې پر ملکیانو او د رسنیو پر کارکوونکو دا بریدونه د بیان د ازادۍ خلاف او د بشریت ضد جنایت بللې دي.