ایراني چارواکو د بشري فعالې نسرین ستوده خاوند نیولی

د بشري حقونو مخکښې فعاله نسرین ستوده

ایراني چارواکو د بشري حقونو د مخکښې فعالې نسرین ستوده خاوند رضا خندان نیولی دی.

د راپورونو له مخې ښاغلی خندان د سې شنبې په ورځ وروسته له هغې ونیول شو چې پر خپله فېس‌بوک پاڼه‌یې د بشري حقونو د سرغړاویو او په ایران کې د اجباري حجاب په مخالفت کې څرګندونې خپرې کړې.

رضا خندان تر دې مخکې له زندان څخه د خپلې مېرمنې د خوشې کېدو لپاره علني مبارزه پیل کړې وه.

ځینو سرچینو چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی، د ازادي راډیو فردا څانګې ته ویلي، ښاغلی خندان، د ملي امنیت پر ضد د اقداماتو او د حجاب پر ضد د تبلیغاتو په خاطر نیول شوی دی.

د رضا خندان مېرمن نسرین ستوده، د روان کال د جون په میاشت کې نیول شوې او زندان ته استول شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په یو بیان کې له ایراني چارواکو غوښتي چې سمدستي دې دا ښځه او خاوند خوشې کړي.