د افغانستان په لوېدیځ کې وچکالۍ له ۱۵۰ زرو ډېر کسان بې‌ځایه کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وایي، د هغو کسانو شمېر چې د وچکالۍ له امله د افغانستان په لوېدیځ کې له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي، په تېره اګسټ میاشت کې له ۱۵۰ زره کسانو اوښتی دی.

دغه دفتر په افغانستان کې د بشري مرستو په اړه په خپل وروستي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ‌یې خپور کړی، ویلي چې اکثره بې‌ځایه شوي په هرات او قلعه نو ښارونو کې په غیر رسمي سیمو کې اوسي.

دغه‌راز ټاکل شوې چې د بېړنیو مرستو د همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لاوکاک او د کډوالو په چارواکې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په افغانستان کې د بشري مرستو، د کډوالو، د بېرته ستنو شویو او بې‌ځایه شویو کډوالو د وضعیت د څېړلو لپاره په دوه ورځني سفر افغانستان ته لاړ شي او د پنجشنبې په ورځ به په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې وکړي.