خلک: په دشت ارچي کې امیدوارې ښځې د ښځينه ډاکترانو د نشتوالي له امله مري

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک شکایت کوي چې په دغې ولسوالۍ کې د ښځينه ډاکترانو کموالي او نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي او ډېری وخت امیدواره ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د ښځينه ډاکترانو او قابله‎ګانو له نشتوالي سر ټکوي وايي چې په روغتیايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکترانو نشتوالي او کموالي د ښځينه ناروغانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

د نوموړې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو حاجي حبیب‎الله او خان ولي په‎دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ په ولسوالۍ کې څلور پنځه لوی کلینکونه شته، خو په‎کې زنانه ډاکتر نه‌شته، موږ څو ځلې دغه ستونزه د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې، خو ښه معاش نه‌ورکوي، نو ښځينه ډاکترانې نه‌حاضرېږي چې دلته کار ورکړي، کله چې زنانه ناروغان موږ ته پیدا شي، څو چې هغه د کندز تر ښار رسوو مري."

"د دشت ارچي ولسوالۍ کلینیکونو کې ښځينه ډاکترانې نه‌شته چې له ګڼو ستونزو سره مخ یو، دولت باید دغې ستونزې ته توجه وکړي."

دغه خلک وايي، که کومه مېرمنه ولادي ناروغي ولري، نو د درملنې په خاطر یې د کندز مرکز او یا تخار ولایت ته انتقالوي چې ډېری وخت ناروغان د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دشت ارچي کې د امیدوارو ښځو د مړینې لامل د ښځينه ډاکترانو نشتوالی دی.

د دشت ارچي ولسوالۍ یو تن قومي مشر فرید احمد کاکړ په‎دې اړه وايي:

"د صحت په برخه کې دولت په ښه توګه توجه نه‎ده کړې، د لیرو پرتو سیمو او کلیو خلکو ته که ناروغان پیدا شي له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، موږ له دولته غواړو چې زموږ صحي ستونزو ته پاملرنه وکړي، څو خلک صحي امکاناتو ته لاسرسی پیدا کړي."

دوی له دولته غواړي چې په ټولو هغو سيمو کې بايد روغتيايي مرکزونه جوړ کړي چې اوس خلک ورته لاسرسی نه‌لري او د دې تر څنګ بايد مسلکي ډاکتران په‎کې په کار وګمارل شي، څو د خلکو صحي ستونزې حل شي.

له دې سره سم د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالمتین عاطفي تر یوه ځايه د خلکو ستونزې مني وايي چې دوی په دشت ارچي ولسوالۍ کې یو ۵۰ بستریز روغتون لري چې په‎کې ښځينه ډاکترانې او قابله‎ګانې موجودې دي او خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي او سربېره پر دې د دغې ولسوالۍ په یو شمېر نورو سیمو کې هم فعال روغتیايي کلینیکونه موجود دي.

ښاغلی عاطفي وايي چې دوی د ښځينه ډاکترانو د کموالي ستونزه د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې او ډېر ژر به دغه ستونزه هم حل شي.

ښاغلی عاطفي زیاتوي:

"موږ هلته ۵۰ بستریز روغتون لرو چې په‎کې ښځينه ډاکترانې او قابله‎ګانې موجودې دي او دغه‌راز موږ نور کلینیکونه او صحي مرکزونه لرو او صحي کارکوونکي، قابله‎‌ګانې په‎کې موجودې دي او هلته د ولادي ناروغانو او د نورو ناروغانو درملنه کېږي او ډېر جدي ناروغان د کندز حوزوي روغتون ته را انتقالېږي."

د دې ولسوالۍ د خلکو په خبره چې دوی په وار وار په‎دې اړه خپل غږ پورته کړی، خو په هېڅ صورت دولتي چارواکي د دوی درد او مشکلات نه درک کوي، ځکه چې د کورنۍ غړي یې تل د درملنې په خاطر بهرنیو هېوادونو ته ځي او دغه‌راز له هر ډول روغتیايي امکاناتو څخه برخه‌مند دي، حال دا چې د هېواد په لیرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې زیات شمېر خلک روغتیايي خدماتو ته د نه‌لاسرسي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

راپور: اجمل ارین