امریکا له پاکستان سره د درې سوه ميلیونو ډالرو مرستې د لغوه کولو پرېکړه کړې

د امریکا دفاع وزارت وایي، له پاکستان سره یې د هغو درې سوه ميلیونو ډالرو د مرستې د لغوه کولو پرېکړه کړې چې مخکې د سخت دريځو پر وړاندې د دې هېواد له خوا د کافي اقداماتو د نه کولو په خاطر ځنډول شوې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پاکستان سره د ائتلاف د ملاتړ په نوم صندوق سره دا او نورې مرستې د روان کال په لومړيو کې ځنډولې وې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ټرمپ اداره پر اسلام اباد تور پورې کوي چې هغو سخت دريځو ته یې خوندي ځايونه ورکړي چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پر مخ وړي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د دفاع وزارت وياند ډګرمن کان فاکنر د شنبې په ورځ وویل چې دغه پاتې درې سوه ميليونه ډالر به بل ځای مصرېږي، ځکه پاکستان د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتيژۍ د ملاتړ لپاره پرېکنده اقدامات نه دي کړي.

فاکنر وویل، که کانګرس يې تأيید کړي، پنتاګون به دا درې سوه ميلیونه ډالر په نورو بېړنیو لومړيتوبونو مصرفوي.

ده زياته کړه چې د روان کال په لومړيو کې کانګرس پرپاکستان د ائتلاف د ملاتړ د صندوق په چوکاټ کې پنځه سوه ميليونه ډالر نوره مرسته هم بنده کړې وه او د دغې نوې مرستې له لغوه کېدو سره ټولې اته سوه ميلیونه ډالر مرستې له پاکستانه ګرځول کېږي.

پنتاګون له پاکستان سره د مرستو د لغوه کېدو اعلان په داسې کې کوي چې ټاکل شوې، درې ورځې وروسته یعنې د سپټمبر په پنځمه به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له اسلام اباده کتنه وکړي.

له هغه سره به په دې سفر کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ هم ملګری وي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې کله چې امریکایي چارواکي د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان او نورو چارواکو سره ګوري، د سخت دریځو په وړاندې مبارزه به یې د خبرو اساسي برخه وي.

مټېس پاکستان ته په سفر کې له پامپیو سره ملګرتیا نه کوي، خو د راتلونکې اوونۍ په پای کې به د هغه سیال هند ته له پامپیو سره په سفر کې ملګری وي.

دوی دواړه به له خپلو هندي سیالانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

پامپیو له اسلام اباده دغه کتنه په داسې حال کې ترسره کوي چې د دې هېواد له صدراعظم عمران خان سره د ده د تېرې اوونۍ د ټیليفوني مکالمې هغه بیان چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی و، د پاکستان غوصه راپارولې وه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پامپیو له عمران خان سره دا مسئله راپورته کړې چې دا ډېره مهمه ده چې پاکستان د ټولو هغو ترهګرو ډلو په وړاندې چې د دې هېواد په خاوره کې فعالیت کوي، جدي اقدامات وکړي او هم د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول ولوبوي.

خو اسلام اباد ویلي چې په دې خبرو کې د ترورېزم مسئله نه ده یاده شوې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د امریکا حکومت پر خپلو خبرو ولاړ دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال په لومړیو کې په یوه ټوېټر کې ولیکل چې متحده ایالاتو په تېرو څه باندې پنځلسو کلونو کې په سادګۍ سره پاکستان ته څه باندې ۳۳ ملیارده ډالر مرسته ورکړې چې په بدل کې یې موږ ته له درواغو او چل ول پرته، بل هېڅ نه دي راکړي او دوی داسې فکر کوي چې زموږ مشران احمقان دي.

ټرمپ زیاته کړه، دوی هغو ترهګرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې موږ یې په افغانستان کې تعقیبوو، نور بس دی.

په تېره مارچ میاشت کې یوه امریکایي چارواکي وویل، اسلام اباد د دې لپاره چې وښیي زموږ غوښتنو ته یې ځواب ویلی، ډېر لږ څه ترسره کړي دي.

پاکستان هغه تورونه چې دې هېواد د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې کافي اقدام نه دی کړی او هغو سخت دریځو ته یې خوندي ځایونه ورکړي چې پر افغانستان حملې کوي، رد کړي دي.