امریکا پر پاکستان د ۳ سوه میلیونو ډالرو مرسته لغوه کړه

امریکا پاکستان ته د درې سوو ميليونو ډالرو د مرستې لغوه کولو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه.

د امريکا پوځ ويلي چې دا مرستې يې ځکه لغوه کړي چې پاکستان د سخت دريځو پر وړاندې کافي اقدامات نه دي کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پاکستان سره د ائتلافي ملاتړ په نوم دا پیسې او نورې مرستې د روان کال په لومړيو کې ځنډولې وې.

د ټرمپ اداره پر اسلام اباد تور پورې کوي چې سخت دريځو ته یې خوندي ځايونه ورکړي چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پر مخ وړي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د دفاع وزارت وياند ډګرمن کان فاکنر ويلي چې دا درې سوه ميليونه ډالره بل ځای مصرفېږي، ځکه پاکستان د جنوبي اسیا لپاره د امریکا له ستراتيژۍ په ملاتړ پرېکنده اقدامات نه دي کړي.

فاکنر ويلي، که کانګرس يې تأيید کړي، پنټاګون به دا درې سوه ميلیونه ډالر پر نورو بېړنیو لومړيتوبونو مصرفوي.

ده زياته کړه چې د روان کال په لومړيو کې کانګرس پر پاکستان پنځه سوه ميليونه ډالر نورې د ائتلافي ملاتړ مرستې هم بندې کړي او دا به ټولې اته سوه ميلیونه ډالر وي چې له پاکستانه ګرځول کېږي.