د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون د محقق وروستۍ څرګندونې سیاسي بولي

د افغانستان د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال هغه څرګندونې چې ګواګې د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده، سیاسي بولي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال څرګندونې د انتخاباتي هلو ځلو او چنو یو برخه بولي چې په خبره یې، دا ډول څرګندونې به عامه ذهنیت مغشوش کړي.

د دغه کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ښاغلي محقق دا څرګندونې حزبي بنسټ لري او د افغان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر روحیې بد اغېز کولای شي.

دی وایي:

"د باج اخيستلو لپاره سیاسي ګوندونو تخریبول پیل کړي، که دا خبره رښتیا وي، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال په توګه یې ولې وړاندې نه مطرح کوله، خو که د انتخاباتو مسئله وي چې ګوندونو ته سهم نه دی ورکړل شوی، د دې پرځای چې دوی د سرتېرو روحیه پیاوړې کړي، دا ډول څرګندونې کوي چې یقیناً بد اغېز لرلای شي."

تازه د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له یوه خصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې ادعا کړې چې د افغانستان ۵۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

د ښاغلي محقق په خبره، دا چې د افغانستان ۷۰ او یا هم ۸۰ سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده، دا خبرې له مبالغې ډکې دي، خو په یقین سره دا خبره کولای شي چې ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو تر حاکمیت لاندې ده او په داسې وضعیت کې انتخابات څنګه ترسره کېدای شي.

محمد محقق تر دې وړاندې د ځینو موضوعاتو په اړه پاروونکې څرګندونې کړي چې وروستۍ بېلګې یې په ایران کې د فاطمیون د لښکر او همدا راز پر غزني د طالبانو د حملې په اړه دي.

د افغانستان جمهوري ریاست، اجرائیه ریاست، د ملي امنیت شورا او د کورنو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

خو د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید بیا وايي، پر افغان خاوره د طالبانو د حاکمیت په اړه د محمد محقق څرګندونې بې بنسټه دي.

غفور احمد جاوید

دی زیاتوي:

"له بده مرغه زموږ ځیني سیاسیون اوازې خپروي، یوه لویه لار، ولایت او یاهم د ولایت مرکز د هغوی په لاس کې نه دی، نو څنګه دا ډول ادعا کېږي چې ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو په ولکه کې ده؟"

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې سیګار یا د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې د څار ځانګړې ادارې ویلي چې طالبانو په دغه هېواد کې د حکومت د حاکمیت کچه ۵۸،۵ سلنو ته محدوده کړې ده.

طالبانو هم په کراتو ویلي چې په افغان خاوره د پام وړ حاکمیت لري، هغه ادعا چې تل د افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو له لورې رد شوې او ویلي یې دي چې طالبان یوازې په څو ولسوالیو کې حاکمیت لري.

راپور: حدیث پردېس