دمیانمار پوځ له خپلو لیکو څخه ۷۵ کم عمره هلکان لرې کړي دي

ملګري ملتونه وايي د میانمار پوځ له خپلو لیکو څخه ۷۵ کم عمره هلکان لرې کړي دي.

ملګرو ملتونو د میانمار پوځ د کم عمره هلکانو او تنکیو ځوانانو د استخدام له امله په تور لست شامل کړی دی.

دغه راز هغه وسله والې ډلې چې له کلونو راهیسې د میانمر د پوځ په مقابل کې جنګیږي هم د ملګرو ملتونو په تور لست کې دي.

د جرمني خبري اژانس د ملګرو ملتونو د اسنادو په حواله وايي چې د میانمر پوځ له ۲۰۱۲ کال راهیسې له خپلو لیکو ۹۲۴ کم عمره ځوانان ویستلي دي.

د میانمار پوځ دغه راز ددې هیواد په راخین ایالت کې د روهنګیا مسلمان اقلیت پر وړاندې د ځپونکو اقداماتو او پوځي عملیاتو له امله د نړیوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې دی.

د ملګرو ملتونو د متخصصانو په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د میانمار پوځ په راخین ایالت کې وژنې،شکنجه ،جنسي تیري ،او د ماشومانو پر ضد تاوتریخوالی کړی او کلي يې له یوه سره سوځولي دي.

په دې راپور کې سپارښتنه شوې ده چې میانمار باید د قتل عام په تور د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.