د نادعلي اوسېدونکي: حکومتي سرتېري مو د عملیاتو پر مهال کورونه ورانوي

د هلمند خلک د افغان حکومت د روانو عملیاتو نه پوزې ته راغلي دي.

د هلمند د یو شمېر ولسوالیو د هغه سیمو د بېرته نیولو له‎پاره عملیات روان دي چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان ځواکونو له لاسه وتلې دي.

له‎دې ډلې د نادعلي اوسېدونکي ادعا کوي، حکومتي سرتېري يې سیمې نیسي، خو بېرته‌يې خوشې کوي او د عملیاتو پر مهال د دوی کورونه او کوڅې ورانوي.

ولایتي شورا هم د روانو عملیاتو پر ټکني بهیر نیوکه کوي، خو دولتي مسؤلین وايي، ماینونه ډېر کرل شوي دي او د افغان ځواکونو پخواني تأسیسات وسله‎والو وران کړي دي، ځکه نور عملیات ورو پر مخ روان دي.

په‎دې اړه نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د عملیاتو په اړه د داعي راپور