پادخوابي: ایران هڅه کوي څو د حق‌ابې په وسیله افغانستان کې ستونزې زیاتې کړي

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د حق‌ابې په لحاظ هېڅ ستونزه نه‌شته.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون د افغانستان د اوبو د حق‌ابې په اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې په‎دې اړ هر څه روښانه دي.

د دغه کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل چې ایران د ۱۳۵۱ لمریز کال د قرارداد له مخې يوازې کولای شي چې د هلمند د سیند له اوبو نه استفاده وکړي، نه د افغانستان د نورو اوبو نه.

ښاغلی پادخوابي وايي، ایران هڅه کوي چې د حق‌ابې په وسیله په افغانستان کې ستونزې زیاتې کړي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو موضوع له پخوا نه معلومه وه او د حق‌ابې موضوع‌يې واضحه ده او په دې برخه کې د ایران او افغانستان ترمنځ هېڅ ستونزه نه‌ده موجوده، زما په اند ایران په دې پلمه غواړي د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي او له لارې ستونزې زیاتې کړي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په‎دې وروستیو کې ویلي چې هېواد يې په پرله‎پسې توګه د اوبو په موضوع د افغانستان سره خبرې کوي، خو په‎دې تړاو يوې هوکړې ته رسېدل کافي وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي ظریف د ایران د دولتي ټلوېزیون سره په يوه مرکه کې ویلي چې د هلمند د سیند د اوبو د موضوع د هواري لپاره ایران له مختلفو لارو نه کار اخیستلی شي.

تهران پخوا تر دې هم د افغانستان پر هغو سیندونو چې اوبه‌یې ایران ته تېرېږي، پرې د بندونو پر جوړولو ناخوښي ښودلې او د هېواد په لوېدیځ کې سیمه‎ییزو چارواکو ویلي چې تهران د دغو بندونو د جوړولو مخه نیسي.

اوس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د ایران د وچکالۍ او هوا پېژندنې ملي مرکز ویلي چې په روان کال کې د سیستان او بلوچستان په ګډون د ایران اکثره سیمې، د اوبو له کموالي او وچکالۍ نه متأثره شوي دي.

بل‎خوا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه د سې شنبې په ورځ وویل، د کابل او تهران ترمنځ د "حق‌ابې" په هکله داسې کوم اختلاف نه‌شته چې دواړه هېوادونه دې پرې بحث وکړي.

د ۱۳۵۳ لمریز کال د تړون له مخې ایران د هلمند په اوبو کې په هره ثانیه کې ۲۶ متره مکعبه حق‌ابه لري چې په کال کې ۸۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبه کېږي.

کبیر رنجبر

په ورته وخت کې د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر وايي، دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ نافذ دی او ایران ته په‌کار ده چې درناوی یې وکړي.

ښاغلی رنجبر زیاتوي:

"تړون له مخکې نه لاسلیک شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ نافذ دی، په‌کې کوم بدلون هم نه‌دی راغلی او لغوه او باطل شوی هم نه‌دی. د اوبو د توزېع په برخه کې هېڅ ستونزه نه‌شته، خو له بده مرغه د تېرو ۱۷ څخه د ډېرو کلونو راهیسې ایران د اوبو له حقه ډېره استفاده کړې او هغه‌يې نیولي دي."

د ایران ترڅنګ پاکستان هم په ځينو مواردو کې د افغانستان سره د اوبو په سر له ستونزو ویلي دي او په یو نه یو ډول‌يې په دغه هېواد کې د اوبو د بندونو سره مخالفت کړی دی.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې د افغانستان اوبه ارزښتمنې دي چې په ښه توګه به مدیریت شي.

له دې سره د افغانستان د ولسي جرګې د مواصلاتو او د اوبو او برېښنا کمېسیون منشي موسی خان نصرت وايي چې ایران تل د اوبو په اړه بې‌ځایه ادعاوې کړې دي.

راپور: محمد واصل وصال