خلک: په بلخ کې د بې‌اسناده موټرو زیاتوالي جنايي جرمونه زیات کړي

ارشیف

د بلخ ولایت اوسېدونکي شکایت کوي چې په مزار شریف کې د بې‌اسناده موټرو زیاتوالي دې ښار کې جنايي جرمونه زیات کړي دي.

د مزار شریف اوسېدونکي وايي، خلک او زورواکي د بې‌اسناده موتړو څخه په استفادې قتلونه، وسله‎والې غلاوې او په نورو جرایمو لاس پورې کوي، خو ملي پولیس او د بلخ د ټرافیکو مدیریت تر اوسه نه‎دي توانېدلي، څو د بې‌اسناده موټرو پر تګ راتګ بندیز ولګوي.

د مزار شریف دوه تنه اوسېدونکي یې په اړه وايي:

"قیس سجادي یم، د بې‌اسناده موټرو تګ راتګ د مزار شریف خلک اندېښمن کړي، خلک د بې‌اسناده موټرو څخه په ګټې اخېستنې سره قتلونه، غلاوې او نور جرایم ترسره کوي."

"محراب دروېش یم، په بلخ کې د بې‌اسناده موټرو حضور ډېر شوی، دولت باید ورته یوه برنامه ولري، یادو موټرو څخه په استفادې لوی لوی جرایم ترسره کېږي."

د بلخ د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، هڅه کوي څو د بې‌اسناده موتړو په تګ راتګ بندیز ولګوي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان دُراني ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ګډو ځواکونو په چوکاټ کې هره ورځ د پلټنې تم ځایونه جوړوي او له مزار شریف ښاره د ورځې ۵ تر ۱۰ بې‌اسناده موټرونه راټولوي.

په همدې حال کې د بلخ د ولایتي شورا غړي هم په مزار شریف ښار کې د بې‌اسناده موټرو پراخ حضور تأییدوي.

د یادې شورا مشر ډاکتر افضل حدید وايي چې د بې‌اسناده موټرو ستونزه نه‌یوازې پر بلخ پورې تړلې ده، بلکې په ټول هېواد کې د بې‌اسناده موټرو خرڅلاو موجود دی او دا د مرکزي دولت مکلفیت دی، څو د ستونزې د حل په خاطر یوه تګ لاره رامنځته کړي.

ډاکتر افضل حدید

ښاغلي حدید وویل:

"بې‌اسناده موټر نه‌یوازې په بلخ کې، بلکې په نورو ولایتونو کې هم موجود دي، دا باید ورته مرکزي دولت یوه منظمه تګ‎لاره جوړه کړي، څو ستونزه حل شي."

په عین وخت کې د بلخ د ټرافیکو مدیریت چارواکي وايي چې دوی د پنځه کلن مؤقت پلېټ موټرونو د راټولولو لړۍ پیل کړې، خو د افغانستان لاس بې‌اسناده موتړو د راټولولو په برخه کې هېڅ ډول برنامه نه‎لري.

د بلخ د ټرافیکو مدیریت مشر محمد مراد طاهري داسې وویل:

"موږ هغه موټرونه چې د پاکستان لاس وو او پنځه کلن مؤقت پلېټ‌یې درلودل، راټولوو. د افغانستان لاس بې‌اسناده موتړو د راټولولو په برخه کې موږ ته هېڅ ډول هدایت نه‎دی راکړل شوی."

دا په‎داسې حال کې ده چې د امنیتي چارو د پوهانو په باور چې د بې‌اسناده موټرو تګ راتګ ته اجازه په بلخ او ګاونډي ولایتونو کې د امنیتي ستونزو د ډېرولو تر څنګ د بااسناده موتړو غلا ته هم زمینه هواره کړې ده.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‎زی