راپور: د وچکالۍ له امله د بادغیس له مقره ۱۸ زره کسان کډه شوي

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې شااوخوا ۱۸ زره کسان د وچکالۍ له کبله د بادغیس له مقر ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز قلعه‎نو ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم‎غږۍ دفتر یا «اوچا OCHA» په خپل اوونیز راپور کې چې پرون دوشنبه خپور شو وايي، په قلعه‎نو کې دا مهال په اتو مرکزونو کې شااوخوا ۳۵ زره کسان چې د وچکالۍ له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي، دېره دي.

د اوچا راپور چې د مهاجرت له نړیوال سازمان سره په ګډه برابر شوی زیاتوي چې د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ له یوه کلي څخه هم ۹۰۰ کسان د وچکالۍ له کبله یوې بلې سیمې ته چې اوبه لري، کډه شوي دي.