رادمنش: نامعلومه کسانو په کابل کې د هوايي ځواکونو ۲ افسران وژلي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کابل ښار د خواجه بغرا په سیمه کې نن د دغه وزارت د هوايي ځواکونو دوه تنه افسران د نامعلومه وسله‌والو په یوه حمله کې وژل شوي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته که څه هم د پېښې دقیق وخت ونه‌ښود، خو ویې‌ویل چې په اړه‌يې څېړنې روانې دي او ډېر ژر به په دې اړه نور معلومات شریک کړي.

یو شمېر راپورونه وايي چې دواړه وژل شوي افسران د هوايي ځواک پیلوټان دي، خو ښاغلی رادمنش وايي چې په دې اړه لا دقیق معلومات نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.

له دې څو ورځې وړاندې د پوځي چارو کارپوه او د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال زلمی وردګ هم د نامعلومه کسانو له‌خوا د کابل ښار په کارتې پروان سیمه کې په خپل کور کې وژل شوی و.