ایران او سوریې د پوځي همکاریو تړون لاسلیک کړ

ایران او سوریې د پوځي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ.

د ایران د تسنیم نیمه دولتي خبري اژانس وايي، دغه تړون په دمشق کې د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې لاسلیک شو.

تسنیم خبري اژانس د دمشق او تهران ترمنځ د شوي تړون تفصیلات نه‌دي وړاندې کړي.

د ایران دفاع وزیر پرون سوريې ته ورسېد او چارواکو وویل چې د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا ده.

امیر حاتمي

امیر حاتمي د سوريې جمهور رئیس بشار الاسد او نورو لوړ رتبه چارواکو سره ګوري.

ایراني ځواکونو او ملاتړو ملېشو يې د سوريې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د بشار الاسد د رژیم کلک ملاتړ کړی دی.

دغه تړون په داسې حال کی لاسلیک کېږي چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې اوس د بشار الاسد د رژیم ځواکونه برلاسي دي.

دغو ځواکونو د روسیې د هوایي ځواک او د ایراني ځواکونو او پلوي ملېشو په مرسته مخالفین په ګڼو سیمو کې له‌منځه وړي دي.

اوس دې ته تیاری نیسي چې د ادلیب ولایت چې د مخالفینو وروستۍ پياوړې سیمه ګڼل کېږي، هغه هم لاندې کړي.

خو بل‌خوا امریکا او اسرائیل په سوریه کې د ایران پوځي حضور نه‌شي زغملی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون تېره اوونۍ وویل چې ایران باید له سوریې څخه خپل ځواکونه ستانه کړي.

ایراني چارواکو ویلي دي چې د دوی ځواکونه د سوریې د حکومت په بلنه دغه هېواد کې دي او د ستنېدو لپاره کوم عاجل پلان نه‌لري.

د ایران دفاع وزیر پرون وویل چې تهران به د سوریې پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

امیر حاتمي زیاته کړه چې د سوریې حکومت سره د دوی مرسته د سیمې د امنیت په ګټه ده او څرنګوالی یې نه‌ښايي چې د درېیم هېواد له‌خوا وټاکل شي.

اسرائیلو په سوریه کې د ایران د زیاتېدونکي نفوذ او ځواک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او تهران‌یې تورن کړی دی چې ګواکې غواړي د اسرائیلو پولو ته څېرمه خپل پوځي حضور ورلنډ کړي.

واشنګتن غواړي چې ایران خپل جنګیالي له سوریې ستانه کړي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولتون وویل چې امریکايي او د روسیې لویو چارواکو په وروستیو غونډو کې دا مسئله چې وایي، امریکا ته اولویت لري، څېړلې خو تفصیلات‌یې وړاندې نه‌کړل.

اسرائیلي ځواکونو په وروستیو څو میاشتو کې په سوریه کې د ایراني ځواکونو یو شمېر شکمنې اډې بمبار کړي چې په ټولو کې بې‌ساری بمبار يې په سوریه کې ایراني اډو باندې د مې په میاشت کې وروسته تر دې وکړ چې د جولان په اشغال شویو غونډیو کې د اسرائیلي ځواکونو په مورچو باندې د ایراني توغندیو باړونه وچلول شول.