غزني چارواکي: د طالبانو پر یوه غونډه برید کې ۲۱ وسله‎وال وژل شوي

افغان چارواکي وايي، د غزني ولایت په قره‎باغ ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه غونډه هوايي برید کړی چې په‎کې لږ تر لږه ۲۱ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، برید پرون له غرمې وروسته افغان هوايي ځواکونو د دغه ولایت د قره‎باغ ولسوالۍ د کډي جامراد په جرنېل کلا سیمه کې د وسله‎والو طالبانو پر جوړه شوې غونډه وکړچې ۲۱ تنه په‎کې وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

نوري زیاتوي، دغه وسله‎والو د کوم پلان جوړونې په موخه غونډه درلوده چې ورباندې برید شوی دی.

نوري وویل:

"که څه هم چې په‎دغه غونډه کې بهرني وسله‎والو ګډون درلود، خو د هغوی د وژل کېدو په اړه تر اوسه پورې معلومات نه‎دي ورکول شوي."

تر دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ هم افغان هوايي ځواکونو د یادې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د قلبې او قرچې په سیمه کې پر وسله‎والو بمبار کړی وو، د چارواکو په وینا ۱۳ تنه یې وژلي وو.

وسله‎والو مخالفینو په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.