د تاجکستان یا روسیې یوې جنګي الوتکې په تخار کې بمباري کړې

راپورونه وايي چې د تاجکستان یا روسیې یوې جنګي الوتکې د یکشنبې په ورځ د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د تاوتریخوالي له پېښېدو وروسته د افغانستان په تخار ولایت کې د درقد په ولسوالۍ کې بمباري کړې ده.

د تخار د والي ویاند خلیل اسیر روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي، د تاجکستان پولې ته نږدې د افغانستان په خاوره کې دا بمباري وروسته له هغې پیل شوه چې دوه تاجک پوله ساتي له طالبانو سره په نښتو کې ووژل شول.

اسیر ویلي دي اته نور وسله‎وال طالبان په‎دې بمبارۍ کې وژل شوي او شپږ تنه‌یې ټپیان دي.

روېټرز خبري اژانس وايي، وسله‎والو طالبانو هم ورته نښتې او بمباري تأیید کړې ده.