دفاع وزارت په هېواد دننه او بهر ترورېستي ډلې د افغانستان د امنیت لپاره ګواښ ګڼي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، نه یوازې په هېواد کې دننه، بلکې له هېواده بهر هم ترورېستي ډلې او افراطیت د خپل هېواد د امنیت پر وړاندې ګواښ ګڼي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له فعالیتونو وروسته په پاکستان کې ملتپالو سیاسي ګوندونو له افغانستان سره په ګاونډ بلوچستان او پښتونخوا کې هم د داعش جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا چې جنګیالي تل له پاکستانه را اوړي، دا کار به د افغانستان پر وضعیت هم ناوړه اغېز وکړي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا وخت دغه هېواد له پاکستان سره پر پوله په ځينو سیمو کې ستونزې لري، خو په خبره یې چې افغان لوری د خپلو پولو د ساتلو لپاره ټول امکانات په کار اچوي.

غفور احمد جاوید

نوموړي زیاته کړه:

"دا ښکاره خبره ده چې افغانستان ثبات د پاکستان له خوا ګواښل کېږي، د غزني جګړه يې ښه بېلګه ده، نو ځکه هر هغه څه چې د سیمې او د هېواد د بې ثباتۍ لامل ګرځي، هغه یو ګواښ دی."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي ویلي، هڅه کېږي چې په عراق او سوریه کې مات شااوخوا ۴۰ زره داعش جنګیالي بلوچستان او پښتونخوا ته راولېږدول شي.

ده د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی چې که پردي جنګیالي یې قبایلي سیمو ته راوستل، دوی به يې پر وړاندې ودرېږي.

ده دا هم ویلي چې د بلوچستان خلک به پرې نږدي چې داعش وسله وال د دوی له سیمو په افغانستان کې جګړې وکړي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو پوه عتیق الله امرخېل له افغانستان سره په نېږدې پولو کې د طالبانو پر ځای د اسلامي دولت ډلې د وسله والو ځای پر ځای کول، د پاکستان نوې لوبه ګڼي.

عتیق الله امرخېل

خو دا چې د ممکنه ګواښ د ختمولو لپاره افغانستان ته څه کول پکار دي؟ ښاغلی امرخېل يې په اړه وايي:

"د افغانستان لپاره دوه لارې شته، یوه دا چې له خپلو متحدینو سره په دې وغږېږي چې پر پاکستان فشار راوړي، تر کومه چې پر پاکستان فشار رانشي او هلته ترهګري له منځه یو نه وړل شي، دلته نه ختمېږي، دوهم دا چې زمونږ ځواکونه پیاوړي کړي."

دی وايي، افغان حکومت باید ویښ وي او سر له اوسه یې پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

ښاغلی امرخېل وايي، د افغانستان خلاصې پولې په دې برخه کې یوه لویه ستونزه ده چې باید د دغې تشې د ډکولو لپاره ځواکونه ډېر او لا مجهز کړي.

راپور: یوسف ځدراڼ