د ملي امنیت سلاکار د استعفی لاملونه او د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن خپل اکثره مطالب د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر پر استعفی او پر لاملونو یې د بحث له‎پاره ځانګړي کړي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د استعفی پر لاملونو بحث کړی او لیکلي دي چې د ښاغلي اتمر له‎خوا په استول شوي استعفی لیک کې له کاره د ګوښه کېدو لامل یې په ځینو مواردو کې د حکومت له رهبرۍ سره اختلافات بللي دي.

ورځپاڼې د ځینو ناڅرګندو سرچینو په حواله د ښاغلي اتمر د استعفی یو بل لامل ته هم اشاره کړې او لیکلي دي، د دې ترڅنګ چې ښاغلی اتمر د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندید دی، د جوړېدونکي لنډ مهالي حکومت د مشرۍ له‎پاره نوم یې د کاندیدانو د لېسټ په سر کې دی.

خو ورځپاڼې د مطلب په پای کې د ځینو شنونکو په حواله لیکلي دي چې ښاغلی اتمر د ولسمشر یو له باوري چارواکو څخه و او استعفی به یې د ملي وحدت کمزوری حکومت لا کمزوری کړي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا د ښاغلي اتمر استعفی په اړه په خپله تبصره کې لیکلي دي چې له انتخاباتو مخکې حکومت بدل شو.

ورځپاڼه لیکي چې په حکومت کې موجود کشمکشونه، فساد، دسیسې، پلانونه او سل او شل نورې معاملې د دې سبب شوې چې حکومت خوار شي او له یوې مخې وچ او لانده سره وریبي.

ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله دعا کړې چې څلور نور جګپوړي چارواکي د بې کفایتۍ له کبله له دندو استعفی ورکول ته اړ کړای شوي دي.

خو ورځپاڼې د تبصرې په پای کې لیکلي دي، سره له‎دې چې د حکومت کم وخت پاتې دی، خو دا ژور بدلون به ډېره ګټه وکړي، خو هله چې حکومت په چټکۍ سره مخکې ولاړ شي او پخواني ازمایل شوي کسان دې نه ګماري.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د ښاغلي اتمر پر ځای په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د ملي امنیت د سلاکار په توګه وټاکلی شو.

ورځپاڼې د یوې ناڅرګندې سرچینې په حواله لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني له ښاغلي اتمر، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت له لوی رئیس څخه غوښتي دي چې له کوم قید او شرط پرته دې له دندو استعفی وکړي.

ورځپاڼې وړاندې د دغو چارواکو د استعفی پر لاملونو بحث کړی او لیکلي دي چې ولسمشر دا اقدام په کابل او غزني کې د وروستیو امنیتي پېښو په غبرګون کې کړی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د خصوصي ورځپاڼو برخلاف د ملي امنیت د سلاکار پر استعفی کوم بحث نه‎دی کړی او د ښاغلي اتمر د استعفی او د ده پر ځای په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د ټاکلو په تړاو یې یوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ بیان خپور کړی دی.

ورځپاڼې د بیان په استناد لیکلي دي چې ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر استعفی ومنله او د ده پر ځای یې حمدالله محب د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه وټاکلو.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي اتمر له ولسمشر سره د موجوده اختلافاتو له کبله له دندې استعفی کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په وروستیو میاشتو کې د ښاغلي اتمر او ولسمشر ترمنځ اختلافات خورا زیات شوي وو او پرون ولسمشر د کابینې په غونډه کې پرده او د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو غږ وکړ چې له دندو دې استعفی ورکړي.