ارګ د دفاع،کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس استعفاوې رد کړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت رئیس استعفاوې رد کړې.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ښاغلي غني له طارق شاه بهرامي، ویس احمد برمک او معصوم ستانکزي غوښتي چې خپلو دندو ته دې دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ استعفا ورکړه او د ولسمشر له لوري هم منل شوې.

محمد اشرف غني د ښاغلي اتمر پر ځای د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان مخکنی سفیر حمدالله محب د ملي امنیت د سلاکار په توګه په دنده ګمارلی دی.