امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو

د امریکا په متحدو ایالاتو کې د افغانستان پخوانی سفیر حمد الله محب د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو.

ښاغلي محب تېره شپه په یوه بیان کې له ولسمشر محمد اشرف غني د مننې ترڅنګ لیکلي چې داسې ستر مسؤلیت یې په داسې وخت کې منلی چې افغانستان له بحراني حالت سره مخامخ دی او افغانان د ترورېزم په وېره کې ژوند کوي.

حمدالله محب ژمنه کړې چې د افغانستان د خلکو امنیت ته به لومړیتوب ورکوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون«شنبې، د سنبلې ۳مه» خپره شوه ویل شوي چې ولسمشر پرون د محمد حنیف اتمر استعفی ومنله او حمدالله محب د ملي امنیت سلاکار غوره کړ.

په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

خو محمد حنیف اتمر د خپلې استعفی په لیک کې لیکلي چې پر مهمو مسئلو د دولت له رهبرۍ سره د جدي سیاسي مخالفتونو له امله له دندې ګوښه شوی دی.