ګوګل وايي په ایران پورې تړلې لسګونه انټرنیټي پاڼې یې تړلي

د ګوګل انټرنیټي شرکت وايي، د یوټیوب لسګونه چینلونه او ځینې نورې انټرنیټي پاڼې چې ایران پورې یې تړاو درلود ځکه تړلي چې هغوی ترې د سیاسي اغیز لپاره کار اخیست.

ګوګل تېره ورځ وویل، د دوی جنايي څیړنې ښيي چې دا اکاونټونه د هغو کسانو له خوا جوړ شوي وو چې د ایران په دولتي رسنیو پورې یې تړاو درلود.

ګوګل ویلي د یوټیوب 39 چینلونه چې په امریکا کې یې۱۳۴۶۶ لیدونکي لرل، شپږ بلاګر اکانټونه او ۱۳ د ګوګل د ټولنیزې شبکې اکاونټونه یې تړلي دي.

د سایبري امنیت شرکت چې د مشکوکو فعالیتونو په اړه انټرنیتي شبکو ته خبرداری ورکوي په خپل وروستي راپور کې ویلي، له ایران څخه هغه انټرنیټي فعالیتونه زیات شوي چې په امریکا او نورو هېوادونو کې د ایران د ګټو لپاره تبلیغ کوي.