د ارزګان اوسېدونکي وايي لوی اختر یې د کوچني اختر په پرتله کمرنګه دی

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو اسېدونکي چې ترینکوټ ښار ته د مېلې لپاره راغلي د لوی اختر په درېیمه ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوی اختر يې تر کوچني اختر ډېر کمرنګ دی او په ډاډه زړه مېلې نشي کولای.

دوی وايي، له یوې خوا وسله والو طالبانو ټولې لارې ورباندې تړلې، له ښار بهر د مېلې کولو مخه یې نیول شوې او بلخوا په ښار کې د مېلې ځايونه نه لري.

د ترینکوټ ښار د غه مېله کونکي وايي،لامل یې د وسله والو طالبانو له لوري له افغان دولت سره د اوربند نه کول دي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلین بیا خلکو ته د امنیت
ډاډ ورکوي.

په دې اړه د شرافت راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور