د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل
Your browser doesn’t support HTML5
د اختر له لمانځه وروسته محمد اشرف غني خلکو ته د اختر مبارکي ویله چې د شااوخوا لسو راکټونو غږ ووارېدل شو.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه پېښه کې دوه کسان سطحي ټپیان دي او وسله وال د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي چې په خبره یې یو تن وسله وال له منځه تللی د.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څو شېبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ حوزه کې د وسله والو ډله ییز برید د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد
تر دامهاله ددغه حملې او راکټي بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
ویډیو: ابراهیم صافی او تمیم اخګر
اېدیټ: ابراهیم صافی