سږ کال افغان حاجیانو ته د اسانتیاوو په اړه د حج او اوقافو وزارت ډاډ!

د افغانستان د حج او قافو وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال افغان حاجیان په سعودي عربستان کې له بشپړو امکاناتو برخه‌مند دي.

په سعودي عربستان کې د حج د فریضې د اداء کولو د مراسمو په پیلېدو سره، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي چې سږ کال افغان حاجیانو ته ډېر ښه امکانات په پام کې نیول شوي دي.

د دغه وزارت د اطلاعاتو د برخې مسؤل اسحاق عرب د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل، په خپل وخت د پروازونو ترسره کېدل، د موقیعت له پلوه د مناسبو ځایونو ټاکل، ښاري ټرانسپورت، حاجیانو ته د مناسبو خوړو په پام کې نیول او تر څنګ‌یې ګڼې نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

نوموړي د حاجیانو د راستنېدو په برخه کې وویل چې په دې برخه کې هم هېڅ ډول ستونزه نه‌ده موجوده او د کوم مهالوېش له مخې چې تللي، د همغه مهالوېش له مخې به راستانه شي.

دی وایي:

"کوم مهالوېش چې د حاجیانو د انتقال ورکوونکي شرکت له لوري موږ سره شریک شوی، د پروازونو په برخه کې هېڅ ډول ستونزه موجوده نه‌ده او له ځنډ پرته ټول ۳۰ زره حاجیان سعودی عربستان ته انتقال شوي او د همدغه مهالوېش له مخې به د حاجیانو د بېرته راستنېدو پروسه هم ترسره شي، کوم حاجیان چې په لومړي پرواز کې سعودی عربستان ته تللي، بېرته به په لومړي پرواز کې هېواد ته راستانه شي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې سعودي عربستان ته د حج د فریضې د اداء کوونکو په لېږد رالېږد کې زیاتې ستونزې موجودې وې.

د ټرانسپورت او خوړو نشتوالی او د اوسېدو لپاره د مناسب ځای نه‌موجودیت هغه ستونزې وې چې په تېرو کلونو کې ترې افغان حاجیانو شکایت کاوه.

خو د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، هغه ستونزې چې په تېرو کلونو کې موجودې وې، اوسمهال ټولې هوارې شوې دي.

سږ کال له افغانستانه ۳۰ زره حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د دوی په وینا، د حج او اوقافو وزارت تر خپلې وسې هڅه کړې چې هر څه په منظمه توګه پر مخ لاړ شي او افغان حاجیان د حج د فریضې د اداء کولو پر مهال، له کومې ستونزې سره مخ نه‌شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو د کمېسيون غړې صیفوره نیازۍ هم وايي چې د نورو کلونو په پرتله د حج د فريضې د اداء کولو پر مهال د افغان حاجیانو لپاره اسانتیاوې ډېرې شوې دي.

نوموړې وویل:

"زه دا منم چې حاجیانو ته امکانات ډېر شوي او رسېدنه کېږي، خو بیا هم سل په سلکو نه‌شو ویلی چې دغه وزارت به رسیده‌ګي وکړي، زموږ ټینګار دا دی چې د حج او اوقافو وزارت افغان حاجیانو ته د لازمو امکاناتو په برابرولو کې کوټلي ګامونه واخلي."

اغلې نیازۍ وايي، د معمول سره سم د حج او اوقافو وزارت چارواکي هر کال د ښه ترتیب او تنظیم خبره کوي، خو کله چې حاجیان بېرته هېواد ته راستانه شي، نو هر څه برعکس ثابت شي.

خو د افغانستان د حج او اوقافو وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې سږ کال به حاجیان له بشپړو امکاناتو برخه‌مند وي.

راپور: ناجیه ساپۍ