رستمي: د اختر په رارسېدلو سره د څارویو بازار بیا ښه شوی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د اختر په رارسېدلو سره په دغه هېواد کې د څارویو بازار یو ځل بیا ښه شوی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د وروستیو شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۰ میلیونه څاروي موجود دي.

د نوموړي په خبره سږ کال افغانستان د وچکالۍ له وېرې سره مخ دی، خو تر اوسه د څارویو په رقم کې کمښت نه‌دی راغلی او لا هم د دغه هېواد د ځينو خلکو لپاره د څارویو ساتنه او مالداري یوه ښه عایداتي سرچینه ده.