د پاکستان د پوځ مشر: له افغان حکومت سره پر خپلې ژمنې ولاړ یم

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي چې د افغانستان له حکومت سره پر خپلې هغې ژمنې ولاړدی چې په دغه ګاونډي هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګېدو لپاره د اسانتیاوو د راوستو په برخه کې یې کړې ده.

د پاکستان د پوځ له خوا نن د خپره شوې خبرپاڼې له مخې جنرال قمرجاوید باجوه دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې افغان ولسمشر اشرف غني پرون په غزني کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته په خطاب کې وویل چې باید له خپلې خاورې د ترورستانو د اوښتو د مخنیوي په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

افغان چارواکو ویلي چې پر غزني ښار د وسله والو طالبانو په وروستیو پراخو بریدونو کې د هغوی په لیکو کې د بهرنیانو په ډله کې ګڼ شمېر پاکستانیو وسله والو هم برخه اخیستې وه.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې لپاره د اسانتیاوو برابرولو پر ژمنې ټینګار کوي کوي چې د طالبانو مشر د لوی اختر په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تر هغو په افغانستان کې سوله نشي ټینګېدای چې په دې هېواد کې بهرني اشغالګروي.

مولوي هبت الله اخوندزاده ویلي چې سوله یوازې له امریکا سره د مستقیمو خبرو له لارې ټینګېدای شي.