غني: د غزني ښار د بیارغونې لپاره ۲۰میلیونه ډالر ځانګړي کېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د غزني ښار د بیارغونې لپاره په سمدستي توګه شل میلیونه ډالر ځانګړي کېږي.

ولسمشر غني نن غزني ښار ته چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو له امله سخت ځپل شوی دی، سفر وکړ.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي دي چې ولسمشر په غزني کې په یوې امنیتي غونډه کې هم برخه واخیسته.

اشرف غني ویلي دي چې ملي امنیت دې د غزنې د جګړې دسیسه وڅېړي او نیمګړتیاوې دې په ډاګه کړي.

په همدې حال کې د افغانستان لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي ویلي دي چې د غزني ښار په څنډو کې لا هم تصفیوي عملیات دوام لري او د ښار د امنیت لپاره نور کمربندونه هم جوړېږي.

لوېدیځو اژانسونو ویلي دي چې له غزني ښار څخه د ولسمشر غني د کتنې پر مهال پر ښار درې راکټونه ولګېدل چې مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.