د امریکا دفاع وزیر وايي یو شمېر طالبان په غزني ښار کې پټ دي

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس وايي، که څه هم په غزني ښار کې اوس وضعیت ارام دی خو یوشمېر طالبان د خلکو په کورونو کې پټ دي او وسلو او مهماتو ته منتظر دي.

جیمز مټېس پرون خبریالانو ته وویل طالبانو غوښتل چې په غزني ښار کې ۶ هدفونه لاسته راوړي خو په خبره يې په دې پلان کې ناکام شول:

"موږ اوس پوه شوو چې دښمن په غزني ښار او شاوخوا کې ۶ هدفونه لرل خو د هېڅ یوه په ترلاسه کولو کې بریالي نشول."

د امریکا دفاع وزیر وویل طالبان ښايي د افغانستان د ولسي جرګې تر انتخاباتو پورې د اوس په شان بریدونو ته دوام ورکړي، خو د نوموړي په وینا طالبان به د افغان ځواکونو دفاعي کرښې ماتې نه کړي.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر وویل طالبان یوازې ویره خپروي او نشي کولی چې سیمې په خپل واک کې وساتي.