ولسمشر غني: د غزني توطئه دي په ژوره توګه وڅېړل شي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د غزني توطئه دې په ژوره توګه د ملي امنیت لخوا وڅېړل شي او د کمزورۍ اصلي ټکې دي په نښه شي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن جمعه په غزني ولایت کې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په اړه د لوړپوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې وکړې.

ولسمشر غني ویلي هغه کسان چې د غزني په جګړه کې قهرماني کړې وبه ستایل شي.

اعلامیه زیاتوي چې ولسمشر غني په دغه غونډه کې د غزني د امنیت وضعیت د لا ښه کېدو لپاره د امنیتي ارګانونو پر همږغۍ ټینګار کړی.

د اعلامیې له مخې ښاغلي غني امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د غزني پولیس دي له سره ورغول شي او د ډاډمن امنیت د تامین لپاره دې په ښار کې د امنیتي حوزو شمېر هم زیات شي.

د دغه غونډې پرمهال د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز شریف یفتلي ویلي چې په غزني ښار کې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی او د ښار په بېلابېلو سیمو امنیتي کمربندونه ځای پر ځای شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په شپه وسله والو طالبانو پر غزني ښار پراخه حمله وکړه چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.

په دغه جګړه دواړو لورو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتلو راپورونه ورکړل شوي دي.